په سمنګانو کې د دولت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه  

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۴:۵۵
شبل


تېره ورځ په سمنګان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د دولت او د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه.
 په جوړه شوې غونډه کې د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فيروز الدين منيب، د غږيزو، چاپي، ويډيويي رسنيو مسؤلينو او استازو ګډون کړی و.
 غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیروزالدین منیب د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د هېواد د رسنیو او خبریالانو وظیفه او مسؤلیتونه ډیر دي، د رسنیو مسؤلین او خبریالان دنده لري چې په خپلو خپرونو کې دقیق وي او د ژورنالیزم ټول معیارونه په نظر کې ونیسي. 
همدا راز ښاغلي رئيس په خپلو خبرو کې وويل، ژورناليزم يوه سپېڅلې دنده ده او د غږيزو، چاپي او ويډيويي رسنيو په ګډون د رسنيو مسؤلين دنده لري، چې خلک او ټولنه د ملي يووالي، سوله ييز ژوند، يووالي، په لور راوبولي.
 ورپسې د ولايتي ادارې وياند عبدالله هوتک، د پژواک خبريال سيد مجتبی مصلح، د پژواک خبريال سيف الله کريمي، فضل الرحمن ساعي، شاهد شاهد، د باختر آژانس عمومي مدير ويس احمد احساس او د ملي تلويزيون مسؤل علاء الدين رحيمي خبرې وکړې.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۲
Background image

لوګر کې ګڼ شمېر خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري، عقیدوي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

د کندهار د تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پر مخ پرانېستل شو

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د کندهار تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پرمخ پرانېستل شو، چې په دې اړوند جوړ شویو مراسمو کې د مرکزي موزیم رئیس مولوي صبغت الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۵
Background image

له قلموالو مبارزینو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري له قلموالو مبارزینو او  ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار د قلموالو مبارزینو، ځوانانو،. . .

BACK TO NEWS