په سرپل کې د (فکري یرغل) په نوم د علمي او فرهنګي سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۱
..

د سرپل اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ چې د سلګونو ځوانانو ترمنځ د (فکري یرغل) په نوم علمي او فرهنګي سیالي ترسره شوې وه، پایلې اعلان او ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو او ستاینلیکونو وستایل شول.
مسؤلینو د فکري جګړې په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې په علمي او فرهنګي برخو کې له شته فرصتونو په بشپړه توګه ګټه واخلي او د خپل علمي ظرفیت لوړولو په موخه هڅې وکړي.
دغه راز مسؤلینو د اسلام مبارک دین د بشریت لپاره بشپړ او روښانه دین وباله او ویې ویل: د داسې پروګرامونو موخه یوازې د سیالۍ ترسره کول او د ډالیو ویشل نه دي، بلکې د ټولنې د لوی او راتلونکي جوړونکي قشر په توګه د ځوانانو فکري وده او د مسئولیت‌ مننې روحیې پیاوړی کول دي، ځکه ځوانان د نظام او ملت اصلي پانګه ده او نن نظام باخبره، ژمنو او خدمت‌کوونکو ځوانانو ته اړتیا لري، ترڅو د هېواد د آبادۍ او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې اغېزمنې هڅې وکړي.

۱۴۴۷/۱۱/۲ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره. . .

BACK TO NEWS