په دایکنډي کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټري مهارتونو وړیا ټولګي پیل شول

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۳۹
تتت

د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت د خپلو ښوونيزو پروګرامونو په دوام دا ځل ۲۱۰ تنو ځوانانو ته د انګلیسي ژبې او د کمپیوټر مهارتونو وړیا کورسونه پیل کړي دي.
د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي د انګلیسي ژبې زده‌ کړه او د کمپیوټر مهارتونه د ځوانانو لپاره خورا اړین وبلل او زیاته یې کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت موخه دا ده، چې د ځوان نسل لپاره د تعلیم او زده ‌کړې مناسب فرصتونه برابر کړي، د دغو وړیا کورسونو موخه د ځوانانو د ظرفیت لوړول دي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې له شته فرصتونو ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د پښتو ژبې او ویناوالۍ وړیا ټولګي هم پیل شي.

۱۴۴۶/۱۰/۱۷ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS