په جوزجان کې ځوانانو د اسلامي نظام په ملاتړ غونډه وکړه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۲:۴۶
.....

تېره ورځ په جوزجان ولایت کې ځوانانو د اسلامي نظام په ملاتړ غونډه وکړه.
یاده غونډه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو د آمریت له لوري د دغه ولايت په فيض آباد ولسوالۍ کې د اسلام او د قرانکريم د سپيڅلي ارزښت څخه د ملاتړ او دفاع تر سرليک لاندې جوړه شوې وه، چې پکې د ګڼ شمېر ځوانانو په شمول د فيض آباد ولسوالۍ ولسوال مولوي شکرالدين رفيع، د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس او د ځوانانو چارو آمر انجنير پهلوان بابري ګډون درلود.

غونډه کې يو شمېر ځوانانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلامي نظام د دفاع په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل: امارت د اخوت، ورورولۍ او اتحاد کور دی، موږ یې په بشپړ ډول ملاتړ کوو.

دغه راز د فيض آباد ولسوالۍ ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس څخه وغوښتل، چې په دې ولسوالۍ کې يو کتابتون جوړ کړي، ترڅو د دغه ولايت ځوانان ترې ګټه پورته کړي، د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف الدین معتصم ډاډ ورکړ، چې د دوی وړاندیزونه او ستونزې به د اسلامي امارت تر مسؤلینو رسوي.

۱۴۴۵/۱/۲۳ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۸ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS