په جوزجان کې د تاریخي سیمو او لرغونو آبداتو د ساتنې عملي اقدامات روان دي
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سیف الدین معتصم د یوه پلاوي په مشرۍ د طلا تپې او یمشک تپې له تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
ښاغلي معتصم وویل: سږ کال به د دې ولایت د تاریخي او کلتوري آثارو د ساتنې او پالنې لپاره ځانګړې پاملرنه وشي، طلا تپه او یمشک تپه د جوزجان له مهمو فرهنګي میراثونو څخه شمېرل کېږي، موږ مکلف یو چې د دغو آثارو د خوندي ساتنې لپاره جدي هڅې وکړو.
نوموړي د یادو تاریخي آثارو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: د یوه ملت کلتوري هویت د هغه د تاریخي آثارو له ساتنې سره تړلی دی، که د خپلو نیکونو میراث ته پاملرنه ونه کړو، نو راتلونکی نسل به له خپل فرهنګي او تاریخي ریښو بې خبره پاتې شي.
طلا تپه او یمشک تپه چې زرګونه کاله تاریخي مخینه لري، د شبرغان ښار په ۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د یادونې وړ ده، چې طلا تپه د هېواد په کچه له مهمو تاریخي سیمو څخه ګڼل کېږي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۳ هـ ق
