په جغتو ولسوالۍ کې د خدای نظر خان له لرغونې کلا ليدنه وشوه
د میدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګي پلاوي په جغتو ولسوالۍ کې د خدای نظر خان له تاريخي کلا څخه ليدنه وکړه.
خدای نظر خان د غازي محمد جان خان تره وو، چې ۴۰۰ څلور سوه کاله وړاندې یې یاده کلا د جغتو ولسوالۍ اړوند بېد موش په کلي کې په ډېره عالي بڼه جوړه کړېده.
د بېدموش کلي یو تن اوسېدونکی محمد ایوب وايي: یاده کلا د خدای نظر خان له خوا تقريباً ۴۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې چې څلور برجونه لري، دې کلا ته خاوره د غزني ولايت اړوند روضې سيمې له غرونو څخه راوړل شوې.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا د جغتو ولسوالۍ بېد موش په کلي کې درې لرغونې کلاوې شتون لري، چې دوه یې د خدای نظر خان او یوه يې د غازي محمد جان خان کلا ده.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر شفيق الله فضلي وايي: د خدای نظر خان کلا یوه تاريخي کلا ده، موږ غواړو دغه کلا د لرغونو آبدو په لېست کې ثبت او په راتلونکي کې به يې د بيا رغونې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړو.
هېره دې نه وي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ميدان وردګو ولايت کې دېته ورته ۵ لرغونې کلاوې ثبت کړي، چې په جغتو، نرخ، او جلریز ولسواليو کې موقعيت لري.
۱۴۰۳/۵/۷ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۸ میلادي
