په جغتو ولسوالۍ کې د خدای نظر خان له لرغونې کلا ليدنه وشوه

tawana_admin
Sun, Jul 28 2024 2:35 PM
1212

د میدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فرهنګي پلاوي په جغتو ولسوالۍ کې د خدای نظر خان له تاريخي کلا څخه ليدنه وکړه.
خدای نظر خان د غازي محمد جان خان تره وو، چې ۴۰۰ څلور سوه کاله وړاندې یې یاده کلا د جغتو ولسوالۍ اړوند بېد موش په کلي کې په ډېره عالي بڼه  جوړه کړېده.
د بېدموش کلي یو تن اوسېدونکی  محمد ایوب وايي: یاده کلا د خدای نظر خان له خوا تقريباً ۴۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې چې څلور برجونه لري، دې کلا ته خاوره د غزني ولايت اړوند روضې سيمې له غرونو څخه راوړل شوې.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا د جغتو ولسوالۍ بېد موش په کلي کې درې لرغونې کلاوې شتون لري، چې دوه یې د خدای نظر خان او یوه يې د غازي محمد جان خان کلا ده.
 د فرهنګ او ګرځندوی آمر شفيق الله فضلي وايي: د خدای نظر خان کلا یوه تاريخي کلا ده، موږ غواړو دغه کلا د لرغونو آبدو په لېست کې ثبت او په راتلونکي کې به يې د بيا رغونې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړو.
هېره دې نه وي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ميدان وردګو ولايت کې دېته ورته ۵ لرغونې کلاوې ثبت کړي، چې په جغتو، نرخ، او جلریز ولسواليو کې موقعيت لري.

۱۴۰۳/۵/۷ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۸ میلادي

تازه ترین اخبار

Sun, Oct 18 2026 3:26 PM
Background image

Decree No. 17 Banners Installed Across Several Areas of Deh Sabz District

The Kabul Provincial Department of Information and Culture has installed numerous banners in various parts of Deh Sabz District to publicize Decree No. 17 issued by the leadership (may. . .

Sun, Oct 18 2026 3:16 PM
Background image

Young People Urged to Contribute to National Development and Strengthen the Islamic System

The Ministry of Information and Culture’s Director of Youth Affairs, Mawlawi Mohammad Dawood Agha Hashimi, has called on young people to play an active role in strengthening the Islamic. . .

Sat, Oct 17 2026 2:19 PM
Background image

Ministry of Information and Culture Holds Youth Seminar in Samangan

The Ministry of Information and Culture’s Director of Youth Affairs held a seminar titled “The Role of Youth in Strengthening the Islamic System” for around 200 young people during an. . .

BACK TO NEWS