په بغلان کې د موزیم نړیواله ورځ ولمانځل شوه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۵:۴۰
....

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمریت له لوري د موزیم نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د غونډې په پیل کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي په خپلو خبرو کې د کلتوري ارزښتونو د ساتنې لپاره د موزیم اهمیت ډیر مهم وباله.
ښاغلي هاشمي له ځايي مشرانو او ولسي خلکو څخه وغوښتل، چې د خپل ټولنیز او کلتوري مسؤلیت له مخې دې د کلتوري توکو، تاریخي آبداتو او لرغونو ځایونو څخه ښه ساتنه وکړي او  هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په نا قانونه ډول یې قاچاق کړي.
ورپسې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي عزت میرحقاني په خپلو خبرو کې په بغلان کې د نوي جوړ شوي موزیم د ودې لپاره له خلکو وغوښتل، چې په خپلو کورونو او سیمو کې دې هغه توکي موزیم ته وسپاري، چې تاریخي او کلتوري ارزښت لري.
ور پسې د غونډې ګډونوالو  په خپلو خبرو کې په یاده برخه کې، د همکارۍ د ډاډ ورکړ.

۱۴۴۴/۱۰/۲۸ هـ ق 
۱۴۰۲/۲/۲۸ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل، له خبریالانو څخه ملاتړ او د اطلاع‌ رسونې چارو ښه والي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړپوړو مسؤلينو د استاد حبیب الله رفيع عیادت او د خدمتونو ستاینه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين ښاغلي مولوي عتیق الله عزيزي، د وزارت مقام حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړيوال، د ټوليزو رسنيو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۱۹
Background image

لوګر کې د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته رورنیز سمینار وړاندې شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او د رسنیو  خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار وړاندې کوونکو د اسلام مبارک دین. . .

BACK TO NEWS