په بامیانو کې د وینا ستوري سيالي ترسره شو
د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د معرفت علمي او فرهنګي اکاډمۍ په همکارۍ د وینا ستوري سيالي د دشت عیسی خان فامیلي پارک په تالار کې ترسره شوه.
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي صفیالله رائد د ویناوالۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د انسان قدر او عزت یې له علم او ښه بیان سره تړلی وباله، نوموړي د ویناوالۍ مهمې ځانګړتیاوې، لنډ والی، د عامو کلماتو کارول او د لوړې معنا درلودل یادې کړې. مولوي رائد زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د بامیانو د ځوانانو د علمي مهارتونو د ودې لپاره بېلابېل ښوونيز پروګرامونه جوړوي او د پلي کولو هڅې يې کوي.
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر مولانا محمدالدین مفلح د وینا ستوري سيالۍ د ترسره کولو موخه د ځوانانو تشویق او هڅول او په بامیانو کې د غوره ویناوالو پېژندنه وبلله.
په دې سيالي کې آرزو پارسا لومړی مقام، مصور مالکیار دویم مقام، او محمد محقق درېیم مقام خپل کړل.
۱۴۴۶/۵/۱۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۳ هـ ل