(په اسلامي ټولنه کې د رسنیو رول) تر سرلیک لاندې علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۵۸
...

د هرات ولایت مقام کې (په اسلامي ټولنه کې د رسنیو رول) تر سرلیک لاندې علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې پکې د یاد ولایت والي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د هرات والي الحاج شیخ اسلام جار له رسنیو څخه د اسلامي امارت په هراړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او له خبریالانو څخه یې وغوښتل چې د اسلامي شریعت د اصولو مطابق د اسلامي او ملي ارزښتونو پیاوړتیا، ملي یوالۍ ټینګښت او د هېواد د اقتصادي ودې په برخو کې خورا زیاتې هڅې وکړي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازو ټولنه کې د سالم پوهاوي، اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، یوالي ساتلو او د ناسمو اطلاعاتو خپریدو د مخنیوي په برخو کې د رسنیو رول مهم یاد کړ او له خبریالانو څخه یې وغوښتل چې د خبرونو د خپریدو پر مهال اسلامي ارزښتونو او د ټولنې ګټو ته پوره پاملرنه وکړي.

۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS