په اسلامي نظام کې د خبریالانو د مسلکي او فکري ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو
تخار کې «په اسلامي نظام کې د خبریالانو مسلکي او فکري ظرفیت لوړونه» تر سرلیک لاندې روزنیز سیمینار د خبریالانو د مسلکي، فکري او تخصصي ظرفیت لوړولو، د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د رسنیزو فعالیتونو د کیفیت ښه والي او د اسلامي اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې د خبریالانو مسؤلیتونو په اړه د عامه پوهاوي په موخه جوړ شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په مسؤلانه توګه د معلوماتو په رسولو، د ټولنې د واقعیتونو په انعکاس، د عامه پوهاوي په لوړولو او د مطالعې او پوهې د فرهنګ په پیاوړتیا کې د رسنیو د رول پر ارزښت ټینګار وکړ.
په دغه سیمینار کې د مسلکي خبریالۍ د اصولو، د معلوماتو په خپرولو کې د دقت او امانتدارۍ، د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د رعایت، د خبریالانو د ټولنیز مسؤلیت او د اوازو او ناسمـو مطالبو د خپرولو د مخنیوي په اړه بحثونه وشول.
همدارنګه، د مرکې، راپور لیکنې، خبري عکاسۍ او ویډیو اخیستنې په برخو کې د خبریالانو د مهارتونو پر لوړولو او له ټولنیزو شبکو څخه د مسؤلانه ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار وشو.
د سیمینار په ترڅ کې ګډونوالو هم خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې مطرح کړې.
۱۴۴۸/۳/۳۰ هـ ق
