پنجشېر کې د ۳۰ قلمه جهادي آثارو راټول شوي دي

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۱:۲۸
...

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي: چې د دې ریاست په هڅو د جهادي موزیم د بډای کولو لپاره ۳۰ قلمه جهادي آثار راټول او جهادي موزیم ته سپارل شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وویل: په تېرو شپږو میاشتو کې د جهاد دورې نږدې ۳۰ قلمه بېلابېل آثار د اسلامي امارت له مجاهدینو څخه راټول او د ساتنې لپاره جهادي موزیم ته سپارل شوي دي، همدارنګه په دې موده کې د اسلامي امارت د لسګونو شهیدانو سوانح هم ترتیب شوي دي، ښاغلي ملک زاده ټینګار وکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جهادي آثارو په راټولولو او ساتنه کې جدي هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د پنجشېر جهادي موزیم د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې فعالیت کوي او ټول هغه آثار او اسناد چې په شهیدانو پورې اړه لري او د لاسرسي وړ دي، په کې ساتل کیږي.

۱۴۴۷/۴/۵ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS