پنجشېر کې د خبريالانو پروړاندې د تاوتريخوالي کومه پېښه نه ده ثبت شوې
تېره ورځ د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصر الله ملکزاده د ياد ولايت لپاره د خبريالانو د مصؤنیت کميټې له مسوول محمد هارون عنابي سره د کتنې پرمهال وويل: په تېرو څه کم دريو کلونو کې په پنجشېر ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه پېښه نه ده ثبت شوې او د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته پنجشېر کې د رسنيو او خبريالانو کارونه په عادي ډول مخته روان دي.
د خبريالانو د مصؤنیت د کميټې مسؤل د پنجشېر ولايت مقام او د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د خبريالانو او رسنيو سره د همکارۍ له وجې د مننې کولو تر څنګ زياته کړه چې د محلي حکومت د همکارۍ وجه ده چې پنجشېر کې رسنۍ او خبريالان خپل کارونه بغیر له کومې ستونزې مخته وړي.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د اطلاع رسونې بهير د چټک کولو لپاره پنجشېر کې د رسنيو پر زياتولو تاکيد وکړ.
۱۴۴۵/۵/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۱۳ هـ ش
