پروان کې ځوانانو ته د لومړنیو مرستو ښوونیز پروګرام جوړ شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۲ - ۹:۵۱
jhkl

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له خوا د دې ولایت لسګونو ځوانانو ته د لومړنیو مرستو یو میاشتنی ښوونیز پروګرام جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحیمي د لومړنیو مرستو زده کړې پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې، نوموړي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا پروګرام د بېړنیو حالاتو لپاره د ځوانانو د روزنې او د زیانمنو کسانو د وضعیت د سم مدیریت لپاره پیل کړی دی. 
نوموړي زیاته کړه؛ په دې پروګرام کې ځوانانو ته د طبي وسایلو او استعمال په اړه معلومات ورکول کېږي، چې په بېړنیو حالاتو کې د وقایې لپاره اړین دي.
د ځوانانو چارو د پروګرامونو د همغږۍ مدیر احمد جاوید پویش وویل: دا پروګرام د ځوانانو د هڅونې او ملاتړ لپاره جوړ شوی دی، هغه ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور رياست به د داسې پروګرامونو له لارې د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او ودې لپاره هڅې روانې وساتي.
دغه ښوونیز پروګرام د ځوانانو د مهارتونو زیاتولو او د بېړنیو حالاتو لپاره د هغوی د چمتووالي په موخه ترسره شوی دی.

۱۴۴۶/۶/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS