پروان کې د سیکولریزم په اړه شپږ اونیو علمي سیمینار پای ته ورسېده

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۳۵
..

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کلمات علمي او څېړنیزې ادارې له‌خوا هغه شپږ اوونیز علمي سیمینار، چې د چاریکار ښار د ښوونځیو ۵۰ تنو وړ او لایقو زده‌کوونکو ته د سیکولریزم د پایلو او منفي پدیدو د پېژندنې په موخه جوړ شوی و، نن د ازموینې له اخیستلو وروسته پای ته ورسېد او بریالیو زده کوونکو ته یې ډالۍ ورکړل شوې.
د پروان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: له دې سیمینار څخه موخه ځوانان د فتنو او د سیکولریزم له منفي پایلو څخه خبرول و، ترڅو د دښمن په دوکو او چلونو ونه غولېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې ځوانان باید خپله عقیده او جهادي روحیه پیاوړې کړي او د اسلام د لومړیو مجاهدینو په څېر د دین، عزت او د هېواد د ناموس دفاع وکړي. همداراز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ډاډ څرګند کړ، چې د ځوانانو د پوهاوي او ذهني روزنې لپاره به ورته پروګرامونه په راتلونکي کې هم ترسره شي.
د سیمینار ګډونوالو د ایمان، توحید، اسلامي اخلاقو او د فکري جګړې پر وړاندې د پوهاوي اړوند موضوعاتو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د مطالعې او پوهې له لارې د منفي تبلیغاتو پر وړاندې ودرېږي او د ټولنې لپاره ښه بېلګه وګرځي.
همدارنګه، په غونډه کې لس تنه زده کوونکي د غوره زده کوونکو په توګه معرفي او وستایل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندوز کې د کتاب نندارتون پرانیستل شو

په ټولنه کې د مطالعې د فرهنګ پراختیا او پیاوړتیا په موخه د کندوز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو نندارتون پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: ددغه نندارتون څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د تاریخي آبداتو ساتنه د دولت او ملت ګډ مسوولیت دی

دغه څرګندونې د غزني والي ملا ولي جان حمزه د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار په ملتیا د غزني تاریخي منارونو، د سلطان محمود غزنوي آرامګاه، د حکیم سنایي مقبرې، د بهلول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۲۶
Background image

خوست کې د موزیمونو لپاره ځمکه تثبیت شوه

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست په چوکاټ کې، د خوست د عمومي موزیم او د جهادي آثارو د ساتنې موزیم لپاره د بیرغ. . .

BACK TO NEWS