پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه ترسره شوه
پروان کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غونډه د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او ویاندویانو، د رسنیو استازو او خبریالانو په ګډون د ولایت مقام کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د خبریالانو د کاري وضعیت د ښه والي، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د حکومت د فعالیتونو او پروګرامونو د لا ښه پوښښ پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور د رسنیو د اهمیت په اړه وویل: رسنۍ او خبریالان د عامه پوهاوي، د افکارو جوړولو او د حقایقو په انعکاس کې مهم او ارزښتمن رول لري.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د ځان بساینې پر لور روان دی او هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونه لویې پراختیايي او اقتصادي پروژې پلې کېږي، چې د اسلامي نظام له لاستهراوړنو څخه شمېرل کېږي.
د پروان والي له خبریالانو څخه وغوښتل، چې د هر ډول پیغام او معلوماتو له خپرولو وړاندې کرهوالی وڅېړي او د پېښو د انعکاس پر مهال لازم دقت وکړي.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس هم له رسنیو سره د پوره همکاریو او همغږیو ډاډ څرګند او ویې ویل: د اسلامي نظام له واکمنېدو وروسته د پروان رسنیو خپل نشراتي فعالیتونه د نظام له تګلارو سره سم تنظیم کړي او د دولتي ادارو د لاستهراوړنو په رسنیز کولو کې یې لازمه همکاري کړې ده.
ورته مهال، د پروان د رسنیو د مسوولینو او خبریالانو په استازیتوب یوه تن د حکومت د پروګرامونو په پوښښ کې د رسنیو د لا دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ او د رسنیو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ ق
