پروان کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه 

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۰
شسیب

د پروان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ياد ولايت د والي مفتي محمد ادريس انوري په مشرۍ د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه او د ناستې موخه خبریالانو ته د معلوماتو لاسرسی اسانه کول او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق په برخه کې د نشراتي مسؤلینو او ویاندویانو د مسؤلیتونو څرګندول وو.
د ناستې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د امارتي ادارو له ویاندویانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري د رسنیو رول د عامه ذهنیتونو په روښانولو کې اغېزناک وباله او له مطبوعاتي مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې معلومات او اطلاعات د نظام د پالیسۍ له مخې خبریالانو ته وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د دې ډول پروګرامونو جوړولو له امله مننه وکړه او مسؤلینو ته يې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

۱۴۴۶/۷/۱۲  ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۴ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS