پایتخت ترمینل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۴۸
...

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (د ناوړه دودونو مخنیوي) او د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه د کابل ولایت د یوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي په سیمه کې د پایتخت ترمینل په انګړ کې ترسره شوه.
په غونډه کې د ترانسپورټي شرکتونو رئیسانو، استازو او موټر چلوونکو ګډون کړی و. د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس الله زبیر وویل: ناوړه دودونه د کورنیو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېزې لري او د یاد فرمان د لارښوونو پلي کول او په اړه یې عامه پوهاوی د ټولو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د مسافرینو له لارې د یاد فرمان د پیغامونو او لارښوونو په خپرولو کې همکاري وکړي.
د غونډې په لړ کې د یاد فرمان او انساني قاچاق د مخنیوي په اړه چاپ شوي بروشرونه، کتابچې، سټیکرونه، د سفر دعاوې، نور فرهنګي او معلوماتي مواد او هغه فلشونه چې د مشرتابه فرامین پکې ثبت شوې وې، پر ګډونوالو ووېشل شول، څو دغه پیغامونه نورو هېوادوالو ته هم ورسېږي.
د غونډې په پای کې د ترانسپورټي شرکتونو رئیسانو، استازو او موټر چلوونکو د یاد اقدام هرکلی وکړ او د عامه پوهاوي په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ. همداراز ګډونوالو ته تحفې او فرهنګي مواد هم ورکړل شول.

۱۴۴۸/۵/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۴۸
Background image

پایتخت ترمینل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (د ناوړه دودونو مخنیوي) او د انساني قاچاق د مخنیوي فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه د کابل ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۸
Background image

کندز کې د ښوونځیو زده‌کوونکو سره د مطالعې او کتاب‌ لوستنې فرهنګ د ودې په موخه فرهنګي غونډه وشوه

د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوه خصوصي ښوونځي په همکارۍ، د دغه ولایت په عامه کتابتون کې د ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ د ودې په موخه فرهنګي غونډه وشوه.
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳
Background image

لوګر کې له فرهنګي مبارزینو او قلموالو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت له فرهنګي او قلموالو مبارزینو سره د لا همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

BACK TO NEWS