هوډ لرو چې د کابل عامه کتابتون لا نور بډایه کړو

moic_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۳:۵۳
moic-muhajer-library

یادې څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ښاغلي "مهاجر فراهي" نن د کابل عامه کتابتون څخه د لیدنې پر مهال وکړې، نوموړي وویل، یاد کتابتون د کتابونو یوه لویه ذخیره را یوځای کړې ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هوډ لري، چې یاد کتابتون د کتابونو له پلوه لا نور غني کړي، ښاغلي مهاجر زیاته کړه، چې په دې برخه کې ناشرانو هم راسره د مرستې ژمنه کړې.
د عامه کتابتونو رئیس ښاغلي "قاري عبیدالله حنیف" وویل، د ا.ا په راتګ سره یاد کتابتون ته ډیر کار سوی دی، چې په خبره یې کابو ۱۰ زره کتابونه یې ورته را یوځای کړي او کابو ۱۰ زره یې ولایتونو ته لیږلي، نوموړي زیاته کړه، موږ اراده لرو، چې د یاد کتابتون لپاره د ۳ملیونو نور کتابونه رانیسو.
هیره دي نه وي، چې د کابل عامه کتابتون چې د استقلال لیسې څنګ ته په ملک اصغر څلور لاري کې موقعیت لري، د هیواد له پخوانیو کتابتونونو څخه دی، چې اوسمهال زرګونه کتابونه پکې سته او هر څوک کولای سي، چې پکې مطالعه وکړي.
۱۴۴۴/۵/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS