هلمند کې له قلموالو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د هلمند مرکز لښکرګاه فرهنګي مرکز کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ او د الرباط فکري او فرهنګي ادارې مسؤلینو په همکارۍ لسګونو هلمندي قلموالو ځوانانو سره د همغږۍ او د دوی د هڅو د ستايلو په موخه غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس له ټولو قلموالو ځوانانو څخه مننه وکړه، چې تل يې د زړه له تله او په ټول توان سره د اسلامي نظام ملاتړ کړی او هر کله يې په قلمي مبارزه کې نه ستړي کېدونکی کار کړی دی، نوموړي له قلموالو ځوانانو څخه وغوښتل، چې د اسلامي نظام په دفاع او د دښمن د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه کې خپل قلمونه د تېر په څېر تاند وساتي.
دغه راز د مسؤلینو له لوري قلموالو ځوانانو ته د فکري مبارزې په اړه يو شمېر اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې شوې او مسؤلینو زیاته کړه، چې د تېر شل کلن اشغال په دوره کې د قلموالو مبارزينو هره ليکنه پر دښمن د غشيو ګذار و، د هغوی پر افکارو يې ستر اغېز درلود او دا مبارزه د اسلامي نظام د بريا يو لوی راز و.
د غونډي په لړ کې قلموالو او لیکوالانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له پوره ملاتړ او تلپاتې همکارۍ او همغږۍ څخه مننه وکړه او د قلمي مبارزې د پياوړتيا په اړه يې خپل نظرونه، وړانديزونه او مشورې شریکې کړې.
۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق
