هلمند کې له رسنيو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۹:۶
lkiiop

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد ریاست د غونډو په تالار کي د رئیس حافظ عبدالباري راشد په مشرۍ د دولتي ادارو ویاندویانو، د ریاستونو نشراتي مسؤلینو، د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه تر سره شوه. 
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، تر څو د سیمه ییزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته په هره برخه کي اسانتیاوې برابرې کړي، پام کي ده، تر څو دولتي او سیمه ییزو نشراتي مسؤلینو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کي سمینارونه جوړ کړو، تر څو د رسنیز کهول او دولت تر منځ لا زیاته همږغي او همکاري رامنځته شي.
د اطلاعاتو آمر مولوي شیرمحمد وحدت په خپلو خبرو کې  وویل: له میاشتنۍ غونډو څخه موخه دا ده، ترڅو د دولتي ادارو د ویاندویانو او محلي رسنیو له مسؤلینو سره همږغي زیاته شي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رسنیو سره همکار دی، ترڅو رسنیو سره په رسنیزو فعالیتونو کې پر وخت مرسته وکړي او هغه ستونزې چې رسنۍ ور سره لاس او ګریوان دي پر وخت حل او فصل کړي.
د همږغۍ په دغه ناسته کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په نوبتي ډول خبرې وکړې او تر هر څه وړاندې یې په دې ولایت کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅي وستایلې او ویې ویل: تېر ته په کتو اوس وخت کي تر بل هر وخت خبريالانو ته د معلوماتو په برخه کي لاسرسی زیات شوی دی.

۱۴۴۶/۴/۲۱ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۳ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

(د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس سمنګان ولایت ته د رسمي سفر په لړ کې، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰۰ ځوانانو ته (د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زرنج ښار کې د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم علمي سیمینار ترسره شو

د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زرنج عامه کتابتون په تالار کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (د وخت اهمیت او ارزښت) په نوم سیمینار ترسره شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي. . .

BACK TO NEWS