هلمند کې سلګونه ځوانانو ته يو ورځنی علمي سمينار وړاندي شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۹:۴۰
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د ځوانانو چارو امريت له لوري هلمند فرهنګي مرکز کې سلګونه زده کونکو او ځوانانو ته د فکري رغونې، د نظام ملاتړ او د مشرانو د اطاعت په اړه يو ورځنی علمي سمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو آمر د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد سمینار موخه بيان کړه او دا ډول سمینارونه جوړول يې د ځوانانو په علمي کچې لوړونې کې اړين وبلل او د ورته نورو سمینارونو د ترسره کولو ژمنه يې وکړه.
دغه راز یو تن دیني عالم الحاج مولوي عبدالرحیم آغا د نظام د ملاتړ، د مشرانو اطاعت، په ټولنه کې د ځوانانو پر ارزښت او رول په اړه هر اړخيزه وینا وکړه.
ښاغلي عبدالرحیم آغا له ځوانانو څخه وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تیر نه کړي او د علم او زده کړو په ترلاسه کولو کي هيڅ راز هڅې ونه سپموي، ځکه همدا ځوانان دي، چې هيواد ته پرمختګ ورکولای شي.

۱۴۴۷/۶/۴ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS