هلمند کې د امریکايي اشغالګرو څخه د خپلواکۍ اخیستلو دوېمه کلیزه ولمانځل شوه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۹:۵۳
.....

د سه شنبې ورځ (١٤٤٥/١/٢٨) د یو لړ ځانګړو مراسمو پر مهال د اسد ۲۴ د امریکا او ناټو ځواکونو د ماتې او د اسلامي امارت د بریا ورځ د دې ولايت په مرکز لښکرګاه ښار په مرکزي ورزشي لوبغالي کې ولمانځل شوه. 
د هلمند مرستیال والي الحاج مولوي عبدالرحمان کندوزي خبرې وکړې او تر هر څه وړاندې یې د اسلامي امارت د بریا دوه کلن کېدلو او د امریکا په ماتېدو سره ټولو هېوادوالو ته د دې سترې بریا مبارکي وړاندې کړه.  
لښکرګاه ښاروال الحاج مولوي عبدالله روحاني وویل، د افغانستان غیرتي او مجاهد ولسونو دلته یرغلګرو ته شرموونکې ماتې ورکړې دي او د خپل هېواد خاوره یې د دوی د شومو موخو له کارولو څخه د ځوانانو د سر په بدله ساتلې ده. 
د علماوو شورا مرستیال شېخ مولوي محمد ګل محمدي وویل، د دې بریا شکر باید ادا کړل شي؛ نوموړي زیاته کړه، مجاهدینو په تېرو شلو کلونو کې د هېواد د خپلواکۍ لپاره ډېرې ستړتیاوې وګاللې، چې تاریخ یې شاهد دی.
د غونډې په وروستیو کې بېلابېل ورزشي او نظامي حرکتونه نندارې ته وړاندې شول.
د اهل تشیع په استازیتوب قومي مشر محمد کبیر په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د مسؤلينو د دوه کلن مزل فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او ویې ویل، موږ چمتو یو تر څو د دې نظام د پایښت لپاره خپل سرونه قرباني کړو.

۱۴۴۵/۱/۲۸ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۴ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۴۲
Background image

غور کې د بیهقي کتاب پلورنځي غرفه پرانیستل شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو خپرولو ریاست له لوري، غور ولایت کې د مطالعې فرهنګ د ودې او د دیني او عصري علومو سرچینو ته د لاسرسي په موخه د بیهقي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شول

د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي. په دغو نندارتونونو کې د مطالعې مینوالو لپاره د دیني او عصري علومو سلګونه عنوانه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د کتاب ‎ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏‎دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجة الحرام ۱) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور. . .

BACK TO NEWS