هلمند والي د اطلاعاتو کلتور ریاست مسؤلینو، خبریالانو او محلي رسنیو له استازو سره د همږغۍ غونډه تر سره کړه

wares_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۱:۱۹
…

پنجشنبه (26 شعبان 1445) هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي صاحب د ولایت مقام په مېلمستون کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو، خبریالانو او محلي رسنیو استازو سره د همږغۍ غونډه تر سره کړه، چې په کې د ولایت مقام مطبوعاتي مسؤل مولوي محمد قاسم ریاض،د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي شېرمحمد وحدت، د ملي راډیو ټلوېزيون آمر مولوي نظرمحمد زاهد، د خبریالانو ټولنې مشر وحیدالله وحدت، د خصوصي رسنیو مسؤلینو او خبریالانو برخه درلوده.

د غونډې په پیل کې خبریالانو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د ولایت مقام هڅې او فعالیتونه د ستاينې وړ وبلل او زیاته یې کړه: موږ به له مسؤلینو سره په تفاهم د ژورنالیزم د اصولو په چوکاټ کې خپلې رسنیزې چارې پرمخ بوځو.

همدا راز یې د خبریالانو او رسنیو لپاره د استوګنې ځایونو زمینه برابرولو، د خبریالانو اتحادیې لپاره د ځای نشتون، د خصوصي رسنیو مالي ملاتړ د رسنیو او خبریالانو د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د یادو ستونزو په حل کې یې د ولایت مقام همکاري ډېره اغېزمنه وبلله. 

 د اطلاعاتو او کلتور ریاست آمر ښاغلي وحدت د خپلو خبرو پر مهال وویل: موږ په دې ولایت کې خبریالانو ته د دې ریاست اړوند شته امکانات په واک کې ورکړي او موږ به په رسنيزه برخه کې لا هم د رسنیو سره نږدې پاتې شو. 

ښاغلي کندوزي صاحب د اطلاعاتو کلتور ریاست له اړوندو مسؤلینو څخه ځانګړې مننه وکړه چې له  خبریالانو سره یې پر وخت معلومات شریک کړي دي او ترڅنګ یې د معلوماتو د شریکولو په برخه کې د اسانتیاو برابرولو، ملي ګټو خوندي ساتلو، عامه پوهاوي او د ولایتي ادارې د لاسته راوړنو په برخه کې د رسنیو رول ډېر مهم یاد کړ.

د يادونې وړ ده چې په ھم دې ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د ۱۴۰۲ھ ش کال وروستۍ مياشتنۍ مشاعره ترسره شوه، چې د کلتور او ګرځندوي آمر مولوي سلطان محمد حنیف، د ځوانانو چارو امر مولوي حیات الله یوسف، د هنري فعالیتونو د تنظیم مدیر حافظ احمدالله فهیم او يو شمېر  شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و. 

په پیل کې د هنري فعالیتونو مدیر ښاغلي فهیم ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له شاعرانو او لیکوالانو څخه وغوښتل: همېشه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره خپلې مشورې، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړي تر څو په هلمند کې کلتوري فعالیتونه نور هم پیاوړي او معیاري شي.

 د کلتور او ګرځندوی آمر ښاغلي حنیف  په خپله وينا کې وويل: شاعران د ټولنې استازي دي نو باید شاعر خپل استازیتوب په ښه ډول سره تر سره کړي او زموږ سره په داسې غونډو کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS