هرات کې د (په مجازي نړۍ کې دیني او ټولنیز مسؤلیت، رسنیزه پوهه او د منفي تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه» په نوم دوه ورځنی سیمینار وړاندې شو
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د عروج څېړنیزې او نشراتي ادارې په ګډو همکاریو خبریالانو او رسنیزو فعالانو ته د (په مجازي نړۍ کې دیني او ټولنیز مسؤلیت، رسنیزه پوهه او د منفي تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه) په نوم دوه ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د عروج څېړنیزې او نشراتي ادارې رئیس وویل: په دغه سیمینار کې ۶۰ تنو خبریالانو او رسنیزو فعالانو ګډون کړی وو، د دې روزنیز پروګرام موخه د رسنیز سواد کچه لوړول، په مجازي نړۍ کې د کاروونکو د دیني او ټولنیزو مسؤلیتونو روښانه کول، د محتوا د مسؤلانه خپرولو له اصولو سره بلدتیا، د اوازو او ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه، د ناسمو خبرونو د خپرېدو مخنیوی او له ډیجیټلي رسنیو څخه د سالمې استفادې د فرهنګ پیاوړتیا ده.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د خبریالانو او رسنیزو فعالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د رسنیزه پوهه لوړول او د ژورنالېزم د مسلکي اصولو مراعاتول د مسؤلو رسنیو د ودې، د عامه باور د ساتنې، د رواني جګړې پر وړاندې د مبارزې او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو د مخنیوي له اساسي عواملو څخه دي.
خبریالانو او رسنیزو فعالانو هم د دې پروګرام هرکلی وکړ او ویې ویل: دا ډول روزنیز پروګرامونه د عامه پوهاوي په لوړولو، د مسلکي مهارتونو په پیاوړتیا، د رسنیزو مسؤلیتونو په ښه درک او له اوازو او جعلي خبرونو سره د سم چلند په برخه کې اغیزمن رول لري.
۱۴۴۸/۱/۱۶ هـ ق
