هرات ولايت ته ۱۷ تنو بهرنيو سيلانيانو سفر وکړ
سهشنبه (۱۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د تایلینډ هېواد ۱۷ تنو سيلانيانو هرات ولايت ته د تاريخي، کلتوري او تفريحي سيمو څخه د ليدنې په موخه سفر وکړ.
د یاد ولایت د ګرځندوی آمر مولوي رحمت الله محمدي وايي: بهرني سيلانيان په ارام زړه هرات ولايت ته د تاريخي او تفريحي سيمو څخه د ليدنې لپاره سفر کولای شي، د اطلاعاتو او کلتور رياست سيلانيانو ته د اسانتياوو برابرولو ته اماده دی.
تایلینډي سيلانيانو وويل: افغانستان د ډېرو طبيعي منظرو درلودونکی دی، خو متاسفانه چې بهرنۍ رسنۍ يې حقایق پټوي، دوی د ا.ا.ا. څخه د امنيت ټينګولو له امله مننه وکړه او له نورو سيلانيانو يې وغوښتل، تر څو افغانستان ته د سياحت په موخه سفر وکړي.
