نیمروز کې ځوانانو ته د حضرت محمد "صلی الله علیه وسلم" د مبارک سيرت په اړه يو ورځنی سمينار وړاندې شو

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۶:۴۳
منتا

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې ځوانانو ته د جناب حضرت محمد مصطفی "صلی الله علیه وسلم" د مبارک سیرت په اړه علمي او معلوماتي يو ورځنی سمینار د یاد رياست د غونډو په تالار کې تر سره شو.
سمينار د قرآن کريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پېل شو، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام  ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: د اسلام د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت زده کړه د ټولو مسلمانانو لپاره اړینه ده، چې پرې پوه شي او خپل ژوند د هغه مبارک "صلی الله علیه وسلم"  د ژوند سره سم عیار کړي، ترڅو په دنیا او آخرت کې بریالي اوسي.
ښاغلي الهام زیاته کړه؛ دغه سیمینار د ربیع‌الأول د میاشتې په مناسبت، چې د اسلام د ستر پیغمبر "صلی الله علیه وسلم" د زوکړې میاشت ده، جوړ شوی و.
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د سمينار وړاندې کوونکي مفتي حبیب‌الله الهام د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نسب، د ژوند په څلورو پړاوونو (د بعثت څخه مخکې، له بعثت څخه وروسته، هجرت او وفات)، د هغه د غزواتو او شخصیت په تړاو هر اړخيزه معلومات وړاندې کړل.
 د سمینار په پای کې هغه ګډونوالو ته چې د اسلام د ستر پیغمبر د شخصیت په اړه یې پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړه، ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۳/۱۹ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS