نیمروز کې ځوانانو ته د انساني قاچاق د زیانونو او ناوړه پایلو اړوند علمي او معلوماتي سمینار ترسره شو

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳
....

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د ښه تطبیق په موخه د عامه پوهاوي په برخه کې د انساني قاچاق د زیانونو او ناوړه پایلو تر عنوان لاندې يو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار د ځوانانو لپاره د همدې رياست د غونډو په تالار کې ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام وویل: اسلامي امارت تل هڅه کړې ده، چې د ټولو هېوادوالو حقونو ته پوره درناوی وشي، چې پر همدې بنسټ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله وروستۍ فرمان (د انساني قاچاق د مخنیوي اړوند) صادر شو تر څو د ولسونو ټول اسلامي او انساني اعزاز خوندي شي او د ناقانونه تګ په پایله کې له ستونزو او کړاوونو څخه وژغورل شي.
ښاغلی الهام له ګډونوالو او ټولو هېوادوالو وغوښتل، تر څو د ناقانونه تګ له اضرارو او ناوړه پایلو ځانونه خبر کړي او ټول هڅه وکړي، تر څو په ګډه دا شومه پدیده له منځه یوسي.
د سمينار وړاندې کوونکي دیني عالم شیخ محمد محسن روحاني د اسلام، قرآن او حدیث له نظره د انساني قاچاق د مخنیوي، د هغې د زیانونو او بدو پایلو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: الله تعالی موږ او تاسو ته امر کړی، چې ټولنه اصلاح کړو، ځوانانو او ټولنې ته د ښو کارونو لارښوونه وکړو، د ټولو مسلمانانو دنده ده او د اسلامي نظام مسؤولیت دی، چې خلکو ته په نېکۍ لارښوونه وکړي، له بدو څخه يې منع کړي او د الله تعالی احکامو ته يې راجع کړي.
 ښاغلي روحانی ځوانان د ټولنې یوه مهمه برخه او شتمني وبلله او زياته يې کړه؛ د دښمن په دسیسو مه غولېږئ او د قاچاق له لارې بهرنیو هېوادونو ته سفر مه کوئ، ځکه چې په دې کې ستاسو د دنیا او آخرت زیان دی.

۱۴۴۶/۷/۱۳ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۵ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS