نیمروز کې د قرآن ‌کریم یو ورځنی نندارتون جوړ شو

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۲:۱۸
Gdhe

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د زرنج ښار په عامه کتابتون کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیت په موخه د قرآن‌ عظیم الشان یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبیب‌الله الهام وویل: د نندارتون د جوړېدو څخه يې موخه د قرآن عظیم الشان سره اړېکه جوړول او د قرآن کریم زده کړی ته ځانګرې پاملرنه ده.

د ښاغلي الهام په خبره په نندارتون کې د قرآن کریم بېلابېلې نسخې او تفاسیر نندارې ته وړاندې شوي، ترڅو د نیمروز ولس او ځوانان ترې برخمن شي، نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې د روژې مبارکې میاشتې له فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي او تل د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړي.

د نیمروز د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي محمد صدیق بني ‌کمال د دا ډول نندارتونونو جوړول د تلاوت په ترويج او د ځوانانو په هڅولو کې اغېزمن وبلل او همداراز يې د الهي کلام سره د اړیکو ټینګولو برخه کې مثبت اقدام یاد کړ.

د نندارتون ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د جوړ شوي نندارتون په تړاو د مننې ترڅنګ وویل: د قرآن عظیم الشان او ډول _ډول تفاسیرو نندارتونونه جوړول د تلاوت او عامه پوهاوي د ترلاسه کولو له پاره اړين دي، دوى له مسٶلينو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو ورته نور نندارتونونه هم جوړ کړي.

 

۱۴۴۶/۹/۲۰ ق

۱۴۰۳/۱۲/۳۰ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS