نيمروز ولايت کې د رسنيو د سرغړونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه
تېره ورځ نيمروز ولايت کې د رسنيو د سرغړونو کمېټې نوبتي ناسته د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب الله الهام په مشرۍ ترسره شوه.
ياده ناسته کې د کمېټې غړو هر يو د ولايت مقام، د استخباراتو رياست، د امنيه قوماندانۍاو د امربالمعروف او نهيعنالمنکر او شکاياتو اورېدو رياست استازيو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبیبالله الهام وويل: د ناستې څخه موخه د رسنیو د سرغړونو څېړل او ورته د حل لارې موندل دي، تر څو رسنۍ وکولای شي د اصولو په چوکاټ کې ټولنې ته ښه خدمات وړاندې کړي.
د اطلاعاتو آمر محمدظريف یوسفزي له لوري په ياد ولايت کې د فعاله رسنيو معلومات او يو شمېر سرغړونې وړاندې کړل شوې، چې د کمېټې غړو پرې بحث وکړ او په اړه يې لازمې پرېکړې ونيول شوې.
۱۴۴۵/۶/۵ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۷ هـ ش
