نورستان کې د نګارستان څانګه پرانستل کيږي

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۱:۴۸
شسشی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نګارستان آمریت پلاوي د نورستان د اطلاعاتو اوکلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان سره ناسته وکړه او د خپل کاري سفر په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل.
د پلاوي مشر او د نګارستان آمر مفتي رفیع الله ناصح وویل: د سفر موخه یې په نورستان ولایت کې د ګالري یا د نګارستان څانګې پرانسته ده، ترڅو د نورو ولايتونو په څیر نورستان ولايت کې هم د نګارستان یوه څانګه ولرو.
نوموړي زياته کړه؛ په دغه نګارستان کې به هنري آثار نقاشی، خطاطي، میناتوری، شبکه کاري،کندنکاري او کولاش اثار ساتل کیږي.
پلاوي په یاده برخه کې د نورستان د  اطلاعاتو اوکلتور رئیس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو اوکلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ دوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وويل: دوی به د هنر د ودې لپاره شته امکانات درېغ نه کړي او د هنر ژوندي ساتلو برخه کې له فرهنګیانو او هنرمندانو ستاینه او مننه کوي.

۱۴۴۶/۴/۱۰ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۲ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS