ننګرهار کې د (خیال نوښت) په نوم راډیو په فعالیت پیل وکړ

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۴۱
..

د ننګرهار ولایت د کابل کمپ په سیمه کې د (خیال نوښت) په نوم نوې سیمه ییزې راډیو په ۹۲.۱ څپو کې په فعالیت پیل وکړ.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح‌ الله نوراني، د یادې راډیو مسؤلینو ته مبارکي وویله او د رسنیو د ودې او پیاوړتیا لپاره یې د مناسب رسنیز چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې رسنۍ د خلکو ترمنځ د معلوماتو رسولو، عامه پوهاوي او د ټولنې د ستونزو او غوښتنو د انعکاس په برخه کې مهم رول لري، له همدې امله د رسنیو مسؤلین باید خپلې خپرونې د مسلکي معیارونو، اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره وړاندې کړي.
د ښاغلي نوراني په وینا؛ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې له رسنیو سره د همغږۍ او همکارۍ زمینه لا پراخه کړي.
ورته مهال د یاد راډیو مسؤل خیال‌ نور حیران د دغې راډیو د فعالیتونو او خپرنیزو پروګرامونو په اړه معلومات هم وړاندې کړل.
دغه راز د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر وویل: اوس مهال په ننګرهار کې د ملي راډیو ټلوېزیون په ګډون ۱۷ راډیوګانې، څلور ټلوېزیونونه، درې چاپي او ګڼ شمېر ټولنیزې رسنۍ فعالیتونه ترسره کوي.

۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

غزني کې (د رسنیزې پوهې او فکري اصلاح) په نوم یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د پوهنې ریاست په همغږۍ (د رسنیزې پوهې او فکري اصلاح) په نوم ګڼ شمېر استادانو، فرهنګیانو، زده کړیالانو، زده‌کوونکو او ځوانانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

د ځوان نسل فکري اصلاح او د ۱۷مې ګڼې فرمان د تشریح په اړه لسګونو زده کوونکو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو 

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دې ولایت کې د یوه ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د ځوان نسل فکري اصلاح او د  ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د تشریح په اړه یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۵۹
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند نوي رییسان معرفي شول

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء مقام د حکم پر بنسټ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآنکریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست پخوانی رییس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتي‌زاده د. . .

BACK TO NEWS