د ځوان نسل فکري اصلاح او د ۱۷مې ګڼې فرمان د تشریح په اړه لسګونو زده کوونکو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو 

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۷
..

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دې ولایت کې د یوه ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د ځوان نسل فکري اصلاح او د  ۱۷مې ګڼې (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان د تشریح په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په سیمینار کې ویناوالو دا ډول پروګرامونه، د ځوانانو د فکري اصلاح په برخه کې اغېزمن وبلله او ویې ویل: که د امیرالمؤمنین (حفظه الله) ټول فرامین، احکام او هدایتونه په سمه توګه تطییق شي، نو د ټولنې د اصلاح او پرمختګ سبب به وګرځي.
دغه راز د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي فیض الله جوهري د ۱۷مې ګڼې فرمان د تطبیق په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
ورته مهال د ځوانانو چارو امر سیف الرحمن وهاج د مسلمان ځوان د مسؤلیتونو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او ځوانان یې خپلو مسؤلیتونو ترسره کولو ته وهڅول.

۱۴۴۸/۳/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS