میدان وردګو کې (د غزل شپې) تر عنوان لاندې پروګرام ترسره شو

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۴۱
.....

 تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو یو شمېر ځوانان او شاعران  د غزل شپې ماښام تر نامه لاندې سره راټول کړل.
په دغه هنري او کلتوري پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد وویل: اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولو فرهنګپالو، اديبانو او ځوانانو ګډ کور دی، موږ او تاسو به په ګډه هڅه کوو تر څو خپل اصیل افغاني او اسلامي کلتور  لانور هم پیاوړی کړو.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي تر څو د میدان وردګو ځوانان چې د ټولنې پیاوړی قشر دی په اسلامي روحیه وروزي.
په یاد کولتوري پروګرام کې د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالعزيز عزام چې نوی یاد آمریت ته راغلی له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې دوی ته به د تعلیم په برخه کې لازم فرصتونه، تعلیمي سيالۍ، او په ولسواليو کې د ځوانانو شوراګانې جوړې کړي.
د غزل شپې دوهمه برخه د شعر ویلو ته ځانګړې شوې وه چې یو شمېر شاعرانو په بېلابېلو برخو کې خپل شعرونه د پروګرام ګډونوالو ته واورول.
۱۴۴۵/۵/۲۸ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۲۱ ھ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS