میدان وردګو ولايت کې فرهنګي، ورزشي او علمي مېله ترسره شوه
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د قومونو د یووالي، داسلامي او افغاني کلتور د ژوندي ساتلو په موخه مېله ترسره شوه، چې پکې د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیار معاذ، امنیه قومندان شیخ محمد شریف حلیمي، د استخباراتو رئیس فتح الله مدني، د اطلاعاتو او کلتور رئیس حبیب الله مجاهد، د چاپیریال ساتنې رئیس الله محمد ذاکر، د سپورت آمر ذبیح الله وهاج، د لومړۍ حصه بهسود او مرکز بهسود ولسوالانو، قومي مشرانو، ځوانانو او په سلګونو ننداره چیانو ګډون کړی و.
په ياده ميله کې ګڼ شمېر ورزشي نمایشونه، لکه وزلوبه، تکواندو، پهلواني او همدارنګه د کتاب، لاسي صنایعو او د چاپیریال ساتنې ریاست لخوا د هیواد د تاریخي ځایونو انځورونه نندارې ته وړاندې شول.
د میدان وردګو محترم والي، د اطلاعات او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او د دا ډول کلتوري میلو په جوړولو یې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دا ډول مېلې د اسلامي او افغاني کلتور د ژوندي ساتلو برسېره د ولسونو د اتحاد او اتفاق سبب هم دي.
په ياده ميله کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد وويل، د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې ولایت کې د میشت قومونو ترمنځ د وحدت او ورورګلوۍ ټینګولو، د فرهنګونو د ژوندي ساتلو او د لیکوالانو د تشویقولو په موخه دغه میله جوړه کړې ده، ان شاء الله دا لړۍ به جاري ساتو او په راتلونکي کې به دغه ډول پروګرامونه په نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړو.
۱۴۴۴/۱۰/۲۴هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۴/ هـ ش
