میدان وردګو ولايت کې فرهنګي، ورزشي او علمي مېله ترسره شوه

wares_admin
ثلاثاء, مايو 16 2023 1:24 مساء
....

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د قومونو د یووالي، داسلامي او افغاني کلتور د ژوندي ساتلو په موخه مېله ترسره شوه، چې پکې  د میدان وردګو ولایت والي قاري بختیار معاذ، امنیه قومندان شیخ محمد شریف حلیمي، د استخباراتو رئیس فتح الله مدني، د اطلاعاتو او کلتور رئیس حبیب الله مجاهد، د چاپیریال ساتنې رئیس الله محمد ذاکر، د سپورت آمر ذبیح الله وهاج، د لومړۍ حصه بهسود او مرکز بهسود ولسوالانو، قومي مشرانو، ځوانانو او په سلګونو ننداره چیانو ګډون کړی و.
په ياده ميله کې ګڼ شمېر ورزشي نمایشونه، لکه وزلوبه، تکواندو، پهلواني او همدارنګه د کتاب، لاسي صنایعو او د چاپیریال ساتنې ریاست لخوا د هیواد د تاریخي ځایونو انځورونه نندارې ته وړاندې شول. 
د میدان وردګو محترم والي، د اطلاعات او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او د دا ډول کلتوري میلو په جوړولو یې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې دا ډول مېلې د اسلامي او افغاني کلتور د ژوندي ساتلو برسېره  د ولسونو د اتحاد او اتفاق سبب هم دي.
په ياده ميله کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبيب الله مجاهد وويل، د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې ولایت کې د میشت قومونو ترمنځ  د وحدت او ورورګلوۍ ټینګولو، د فرهنګونو د ژوندي ساتلو او د لیکوالانو د تشویقولو په موخه دغه میله جوړه کړې ده، ان شاء الله دا لړۍ به جاري ساتو او په راتلونکي کې به دغه ډول پروګرامونه په نورو ولسوالیو کې هم جوړ کړو.
۱۴۴۴/۱۰/۲۴هـ ق
۱۴۰۲/۲/۲۴/ هـ ش

تازه ترین اخبار

خميس, أكتوبر 22 2026 11:39 صباحا
Background image

اجتماع توعوي في ولاية كابيسا بشأن تنفيذ المرسوم رقم ١٧ ومكافحة المخدرات والاتجار بالبشر

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة بولاية كابيسا، بالتعاون مع مؤسسة تنوير الفكرية والثقافية، اجتماعًا شعبيًا موسعًا في مديرية حصة دوم كوهستان بالولاية، خُصّص لمناقشة مراسيم القيادة، ولا سيما. . .

خميس, أكتوبر 22 2026 11:38 صباحا
Background image

اجتماع تنسيقي مع الشباب في مديرية شاجوي بولاية زابل

عقد المدير العام للإعلام والثقافة في مديرية شاجوي بولاية زابل، حضرت الله زاهد، اجتماعًا تنسيقيًا مع الشباب، تناول سبل تعزيز التعاون والتنسيق بينهم، وتطوير الأنشطة الثقافية، وترسيخ دورهم. . .

أربعاء, أكتوبر 21 2026 11:38 صباحا
Background image

عقد اجتماع تنسيقي مع المثقفين وإقامة مهرجان للألعاب الشعبية في ولاية سربل

نظّمت وكالة شؤون الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعًا تنسيقيًا مع المثقفين ومهرجانًا للألعاب الشعبية في ولاية سربل، بحضور رئيس رئاسة الثقافة الشعبية، الحافظ سيف الرحمن محمدي. . .

BACK TO NEWS