مټاخان ولسوالۍ کې د امـارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان او غوره ګډونوال په ډاليو ونازول شول

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۸:۳۲
lll

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د پوهنې ریاست په همږغۍ د مټاخان ولسوالۍ له ۴۵ تنو طالب العلـمانو، زده کوونکو او ځوانانو د امـارت پېژندنې کتاب علمي سيالۍ اخیستل شوې آزموینې پایلې د يوې غونډې په ترڅ کې اعلان او لس تنه غوره ګډونوال په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
په یاده غونډه کې، چې د حضرت علي په لېسه کې جوړه شوې وه، د مټاخان ولسوالۍ د ولسوال سربېره، د ځوانانو چارو آمر، د پوهنې آمر، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايوتونو اورېدو رياست استازو، قومي مخورو، علماء کرامو، د ښوونځیو آمرینو، استادانو او ځوانانو ګډون درلود.
ویناوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه دا ډول پروګرامونه اړین دي او هیله یې وکړه، تر څو په راتلونکي کې دې ته ورته نور پروګرامونه او سیالۍ هم ترسره شي.
د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر ناياب وویل: په ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه: د ځوانانو تر منځ د مطالعې دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبراوي په موخه دا ډول سيالۍ ترسره کوي.
د يادونې وړ ده, چې د يادې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته کمپیوټر، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته مبايلونه او تر لسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې، کتابونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۳/۱۶ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۹ هـ ل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

BACK TO NEWS