محمد طاهر زهير: په وروستيو شپږو کلونو کې د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو شتون، بې سارى دى
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ځوانانو پر ملي ستراتيژۍ د بيا کتنې په غونډه کې څرګنده کړه: تجربو ښودلې ده چې د نړۍ زيات هېوادونه د خپلو ځوانانو په مټ ودې او پرمختيا ته رسېدلي دي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د يوشمېر دولتي مسوولينو، بهرنيو مېلمنو او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د ځوانانو عالي شورا د غړیو په ګډون د کابل سرينا هوټل په سالون کې جوړه شوه، په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر ادريس الکوزي د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ په اړه چې د مشارکت، پوهنې، روغتيا، ورزش، کارموندنې او جندر مهمې برخې په کې شاملې دي؛ معلومات ورکړل او ويې ويل چې ځوانان د هېواد له ټولو ولايتونو څخه پر دې ستراتيژۍ د بيا کتنې په خاطر راټول شوي دي چې ياده ستراتيژي د خپلو غوښتنو مطابق تنظيم کړي او په پایله کې، دغه ستراتيژي به د هېواد جمهوررييس ته وړاندې شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د ځوانانو عالي شورا د جوړولو او د کار د پيل په خاطر د هېوا د جمهوررييس د پاملرنې او ملاتړ قدرداني وکړه او ويې ويل: په تېرو شپږو کلونو کې د هېواد د جمهوررييس د پاملرنې او مهربانیو له امله د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو او سطحو کې د ځوانانو د شتون زياتوالى تمثيل او تجربه شوى دى چې په خپل ډول کې بې سارى دى.
هغه زياته کړه: د ځوانانو ملي ستراتيژي په حقيقت کې د ځوانانو لار نقشه ده او نن ځوانان خپلې نظريې وړاندې کوي چې په پاى کې يوه مثبته او عملي پایله ترلاسه شي او دا نقشه تنظيم، چمتو او تدوين شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه: تجربو ښودلې ده، هغه هېوادونه چې سوکالۍ، آرامۍ او پرمختيا ته رسېدلي دي؛ د دوى د خپلو ځوانانو د قوي مټو په زور رسېدلي دي.
وروسته د ملګرو ملتو د وجهي صندوق استازي ډاکټر خالد شريفي د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ په لاره کې د ځوانانو د نقش په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ځوانانو ملي ستراتيژي نه يوازې د ځوانانو چارو معينيت ته، بلکې تمويلوونکو موسسو او سازمانونو ته هم مهمه ده چې خپل ټول فعاليتونه د هغې په چوکاټ کې تنظيم کړي.
همدارنګه د ځوانانو چارو معينيت د پروګرامونو د همغږۍ رييس حضرت الله شريفي د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د تدوين په اړه تصويري معلومات وړاندې کړل.
دغه راز د ملګرو ملتو سازمان د وجهي صندوق د ځوانانو مسوول ډاکټر نور محمد مراد د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د برابرولو او د هغې د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل.
په پاى کې د ځوانانو عالي شورا غړي په بېلابېلو ډلو ووېشل شول او د ځوانانو ملي ستراتيژۍ په اړه يې خپلې نظريې، پېشنهادونه او طرحې وړاندې کړې.
د ننۍ غونډې د کار په پاى کې د غونډې ګډونوالو ملي موزيم او د دارالامان تاريخي ماڼۍ ولیده.
د دغې غونډې کار سبا هم دوام کوي.
کابل/ د غويي ٩ مه/ باختر
