محمد طاهر زهير: ټول بايد د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه کې ونډه واخلي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۳
محمد طاهر زهير: ټول بايد د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه کې ونډه واخلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ( په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا پر خلاف مبارزه کې د خبريالانو، فرهنګيانو او ښاريانو رول) په اړوند جوړ شوي پروګرام کې وويل: په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا يوه جدي ټولنيزه او روغتيايي ستونزه ده؛ پر دغې ستونزې د لاسبري لپاره د ټولو ګډو هڅو ته اړتيا ده، د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه د يو بنسټ او يا يوې ادارې کار نه دى، بايد ټول د دغې ستونزې پر وړاندې ودرېږو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ محمد طاهر زهير په دغه پروګرام کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت په نوښت او د چاپېريال ساتنې ادارې په همغږۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې جوړ شو، د چاپېریال ساتنې د ارزښت او د هغو عواملو چې د هوا د ککړتيا سبب کېږي، خلکو ته پر پوهاوي ورکولو ټينګار وکړ. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له رسنيو څخه وغوښتل چې خلکو ته د ککړې هوا د زيانونو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي. زهير وويل: د رسنيو له خاوندانو او فرهنګيانو څخه زما غوښتنه دا ده چې د خپلو دوامدارو او ورځینو پروګرامونو له لارې د هوا د ککړتيا د زيانونو پيغامونه خلکو ته ورسوي چې خلک په کابل کې د ککړې هوا عواملو ته متوجه واوسي او پر هغو خطرونو چې د دوى روغتيا زیانمنوي، خبر شي.
د چاپېريال ساتنې ادارې مسلکي معين عزت الله صديقي په دغه پروګرام کې وويل: د ککړې هوا له پلوه د کابل حالت د خطر تر کچې لوړ شوى دى او دا د ښار اوسېدونکو ته يو جدي ګواښ دى. دا زموږ مکلفیت دی چې حالت تر کنټرول لاندې راولو او دا کار هغه وخت شونی دى چې موږ يو موټي شو، له ککړې هوا څخه رامنځته شوي بحران همعږۍ، همکارۍ او د سرچینو مدیریت ته اړتيا لري. هغه د ترانسپورت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او نورو بنسټونو څخه چې کولاى شي له ککړې هوا څخه د رامنځته شوي بحران په مديريت کې له چاپېريال ساتنې ادارې سره مرسته وکړي، وغوښتل چې له دې ادارې سره همغږي شي.
دغه راز په پروګرام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق هم خبرې وکړې او هغه عوامل يې په ګوته کړل چې د هوا د ککړتيا سبب شوي دي. هغه په دې برخه کې د غوڅو او جدي اقداماتو پر ترسره کولو ټينګار وکړ.
د باختر اطلاعاتي آژانس رييس نجيب الله شينواري هم د یاد پروګرام يو ويناوال و. هغه د اکولوژيک ژورناليزم او يا (چاپېريال ساتنې ژورناليزم) تر عنوان لاندې د نوي ژانر پر جوړولو رڼا واچوله او ټينګار يې وکړ، د ککړې هوا د هغه جدي خطر په پام کې نيولو سره چې د هېواد د اوسېدونکو په ځانګړې توګه د کابليانو ژوند او سلامتیا ته يې پېښ کړی دی، د افغانستان رسنۍ بايد په خبريالۍ کې د دغه نوي ژانر ودې او پراختيا ته زياته پاملرنه وکړي.
دغه راز شينواري د چاپېريال ساتنې او د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه کې د هېواد د رسنيو د دندې او رول په اړوند خبرې وکړې.
د دولتي ورځپاڼو رييس محمد فريد فرهنګ هم په خپلو خبرو کې د غونډې برخه والو ته د افغانستان چاپېريال ساتنې ادارې د پروګرامونو په برخه کې د دولتي ورځپاڼو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
بايد وويل شي چې په کابل کې د هوا د ککړتيا کچه له سرې کرښې تېره شوې ده او دغه ښار د نړۍ په لسو ککړو ښارونو کې شامل شوى دى
کابل / د مرغومي
۲۵ مه / باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS