محمد طاهر زهير له خلکو څخه وغوښتل چې تاريخي سندونه او خطي نسخې ملي آرشيف ته وسپاري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۴
محمد طاهر زهير له خلکو څخه وغوښتل چې تاريخي سندونه او خطي نسخې ملي آرشيف ته وسپاري

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په ملي آرشيف کې د خطي نسخو او تاريخي سندونو د پرانیستلو په مراسمو کې له ټولو خلکو څخه وغوښتل چې، که تاريخي آرشيفي سندونه ورسره وي؛ ملي آرشيف ته دې وسپاري.
په دغو مراسمو کې چې د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د غړي استاد حبيب الله رفيع، په کابل کې د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت د فرهنګي برخې مسوول، يوشمېر فرهنګي شخصيتونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولينو په ګډون ترسره شول؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې د دغه نندارتون جوړول ستر برياليتوب وباله.
محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې د دغه نندارتون په آثارو کې څه د پاسه ۴۰۰ خطي نسخې او تاريخي سندونه شته او د تاريخي آرشيفي آثارو د پېرودنې او ترلاسه کولو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بلنې وروسته، په ټوله کې يوه برخه يې په ۴۶ ميليونه افغانیو پېرودل شوې ده او بله برخه يې خلکو ملي آرشيف ته ورکړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملي آرشيف ته د هېواد د آرشيفي تاريخي آثارو د پېرودنې په خاطر د بودجې د ځانګړي کولو له امله د هېواد د جمهوررييس د ملاتړ او ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او دغه راز د تاريخي آرشيفي آثارو د تشخيص او پېرودنې د کمېسيون، د هغو کسانو چې تاريخي سندونه یې ملي آرشيف ته ورکړي دي او د ملي آرشيف د مسوولينو او کارکوونکو د هلوځلو قدرداني وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې څه ناڅه ۵۰۰۰ تاريخي آبدې په دغه وزارت کې ثبتې دي چې زياتره یې له خطر سره مخ دي او ساتنې او ترميم ته اړتيا لري.
هغه همدارنګه له خلکو څخه وغوښتل چې، که تاريخي سندونه او خطي نسخې ورسره وي؛ ملي آرشيف ته دې وسپاري چې د ملي پانګې په توګه ښه وساتل شي.
وروسته د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هغو کسانو له پاملرنې څخه چې د تاريخي آرشيفي سندونو او خطي نسخو په راټولولو کې یې هلې ځلې کړې او په تېره بيا هغو کسانو څخه چې تاريخي سندونه يې ملي آرشيف ته ورکړي دي؛ قدرداني وکړه.
ايزديار څرګنده کړه: سره له دې چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لږه پاملرنه شوې ده؛ خو د دغه وزارت په نوي ټيم کې رغند خوځښت تر سترګو کېږي.
هغه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د ملي شورا په تېره بيا د مشرانو جرګې ملاتړ څرګند کړ او د جمهوري رياست په ارګ کې د يو آرشيف او هم یې د ملي آرشيف د شتون يادونه وکړه او ويې ويل: ښه ده چې د موازي ادارو مخه ونيول شي او د ملي آرشيف د ښه امنيت د تامين او ملاتړ لپاره هلې ځلې وشي.
دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نايب وويل چې په هېواد کې د څه دپاسه ۴٠ کلونو جګړو په پایله کې فرهنګي برخې ته زيات زيان اوښتى دى او زيات شمېر فرهنګي او تاريخي ميراثونه او آثار لوټ کړاى شوي دي. هغه ټينګار وکړ چې د افغانستان خلک بايد د هېواد د فرهنګي ميراثونو او تاريخي آبدو په ساتنه او دفاع کې هڅې وکړي.
وروسته د ملي آرشيف رييس محمد افسر رهبين د دغه نندارتون د آثارو په اړه معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې د دغه نندارتون ٩٠ سلنه آثار په فارسي ژبه دي او له تاريخي پلوه ۹ پېړۍ لرغونتيا لري.
هغه زياته کړه چې يو شمېر دغه آثار د سيمې او نړۍ په کچه ډېر ښه آرشيفي سندونه ګڼل کېږي.
دغه راز د دغو مراسمو په بهير کې فرهنګي شخصيت ميرمحمد فاضل ۱۴ خطي نسخې او تاريخي سندونه ملي آرشيف ته وسپارل.
همدارنګه مسوولينو هغو کسانو ته چې ملي آرشيف ته يې تاريخي سندونه او خطي نسخې ورکړې دي؛ د آرشيفي سندونو د تشخيص او پېرودنې کمېسيون غړیو او د ملي آرشيف مسوولينو او کارکوونکو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستاينليکونه او مننليکونه ورکړل.
د مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د مشرانو جرګې لومړي نايب د خطي نسخو او تاريخي سندونو نندارتون پرانیست او ګډونوالو وکوت.
دغه نندارتون د يوې اوونۍ لپاره په وړیا ډول د مينه والو پرمخ پرانیستى دى.

کابل/ د کب ۲۳ مه/ باختر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کاپیسا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د دوی د ستونزو حل، له خبریالانو څخه ملاتړ او د اطلاع‌ رسونې چارو ښه والي په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۰
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوړپوړو مسؤلينو د استاد حبیب الله رفيع عیادت او د خدمتونو ستاینه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي، د هنر او فرهنګ معين ښاغلي مولوي عتیق الله عزيزي، د وزارت مقام حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله نړيوال، د ټوليزو رسنيو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۱۹
Background image

لوګر کې د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو ته رورنیز سمینار وړاندې شو

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو ویاندویانو، مطبوعاتي مسؤلینو او د رسنیو  خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د سیمینار وړاندې کوونکو د اسلام مبارک دین. . .

BACK TO NEWS