محمد طاهر زهير د آريانا ټلويزيون د خبريال پر ټپي کېدو خواشيني څرګنده کړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير د آريانا ټلويزيون د خبريال بشير انصاري پر ټپي کېدو خواشيني څرګنده کړه.
په بلخ کې د آريانا ټلويزيون خبريال بشير انصاري کله چې پرون د جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو ته د خبري رپوټونو د برابرولو په موخه سفر کاوه؛ د ده د سپرلۍ موټر د بلخ د چهاربولک په مربوطاتو کې پر ماين وخوت او له دوو ملګرو سره يې ټپي شو.
محمد طاهر زهير پر دغې پېښې چې د دغه خبريال او دوو ملګرو د ټپي کېدو سبب شوه، خواشيني وښوده او څرګنده يې کړه چې خبريالان خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې په بېطرفه او صادقانه ډول ژمن دي او له دغه کار څخه په داسې شرايطو کې چې ځانونه يې په خطر کې دي؛ ډډه نه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير وويل چې خبريالان او د رسنيو کارکوونکي بايد تر ډار اچوونکو بريدونو لاندې رانه شي.
هغه يو ځل بيا په ياده پېښه کې د آريانا ټلويزيون د خبريال بشير انصاري او دوو ملګرو پر ټپي کېدو خواشيني څرګنده کړه او د الله (ج) له درباره ده او ملګرو ته يې د سملاسي روغتيا هيله وکړه.
کابل / د وږي ٨ مه / باختر
