محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ځوانانو او په تېره بيا محصلانو سره هېڅ راز همکاري نه سپموي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۰:۳۵
محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ځوانانو او په تېره بيا محصلانو سره هېڅ راز همکاري نه سپموي

د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير سره په کتنه کې د دغې اتحاديې د موخو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس اميد مهريار په داسې حال کې چې د دغې اتحاديې د مشرتابه پلاوي يوشمېر غړي هم حاضر وو، د یادې اتحاديې د موخو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او له دغې اتحاديې سره يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه دغه راز د (افغانستان د محصلانو د ملي خبرو او د محصلانو د سراسري اتحاديې د جوړولو پروګرام) په اړوند چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې جوړ شي، هم توضیحات ورکړل. هغه وويل چې دغه پروګرام به د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت په همکارۍ ترسره کړي چې په هغه کې به د هېواد له ټولو ولايتونو څخه د پوهنتونونو او د دولتي لوړو زده کړو موسسو د محصلانو استازي ګډون وکړي.
د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس څرګنده کړه چې په دغه پروګرام کې به د محصلانو استازي د سولې په بهير کې د محصلانو د دريځ او رول، د محصلانو د سراسري اتحاديې د جوړولو، د پوهنتونونو او د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې د محصلانو د ستونزو په اړوند خپلې نظريې، پيشنهادونه او طرحې وړاندې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: په هېواد کې فرهنګ ته څرنګه چې بايد پاملرنه وشي، پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې فرهنګ بايد د کار په لومړيتوب کې وي. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې مشرتابه پلاوي ته د دغه وزارت د همکارۍ ډاد ورکړ او ويې ويل چې دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې له ځوانانو او په تېره بيا محصلانو سره هېڅ راز همکاري نه سپموي.
کابل / د لړم ٢۷مه / باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۸:۳۴
Background image

بي بي سي باید د افغانانو دیني او ملي ارزښتونو ته درناوي ولري او حقایق منعکس کړي.

نن دوشنبه( ۱۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت مقام کې د ياد معینیت معين مولوي عتیق الله عزیزي، د نشراتو معینیت وارسي کوونکي مولوي ضیاالحق حقمل او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۰:۳۶
Background image

له اورښتونو وروسته د قلات بالاحصار څخه د پاملرنې په موخه لیدنه وشوه

دوشنبه( ۱۳ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د فرهنګ  او ګرځندوی د آمر په ملتیا  د تاریخي ځایونو د لیدنې په ترڅ کې د قلات تاریخي بالاحصار څخه څارنه او کتنه ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

زابل کې د رسنيزو سرغړونو د ارزونې کمېټې غونډه تر سره شوه

د زابل ولایت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د رسنيزو سرغړونو د کميټې غونډه د اطلاعاتو د آمر مولوي عبدالحنان جابر په مشرۍ د کميټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.

د غونډې په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS