محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ځوانانو او په تېره بيا محصلانو سره هېڅ راز همکاري نه سپموي

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 17 2020 10:35 AM
محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ځوانانو او په تېره بيا محصلانو سره هېڅ راز همکاري نه سپموي

د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير سره په کتنه کې د دغې اتحاديې د موخو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس اميد مهريار په داسې حال کې چې د دغې اتحاديې د مشرتابه پلاوي يوشمېر غړي هم حاضر وو، د یادې اتحاديې د موخو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او له دغې اتحاديې سره يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه دغه راز د (افغانستان د محصلانو د ملي خبرو او د محصلانو د سراسري اتحاديې د جوړولو پروګرام) په اړوند چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې جوړ شي، هم توضیحات ورکړل. هغه وويل چې دغه پروګرام به د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت په همکارۍ ترسره کړي چې په هغه کې به د هېواد له ټولو ولايتونو څخه د پوهنتونونو او د دولتي لوړو زده کړو موسسو د محصلانو استازي ګډون وکړي.
د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې رييس څرګنده کړه چې په دغه پروګرام کې به د محصلانو استازي د سولې په بهير کې د محصلانو د دريځ او رول، د محصلانو د سراسري اتحاديې د جوړولو، د پوهنتونونو او د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې د محصلانو د ستونزو په اړوند خپلې نظريې، پيشنهادونه او طرحې وړاندې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: په هېواد کې فرهنګ ته څرنګه چې بايد پاملرنه وشي، پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې فرهنګ بايد د کار په لومړيتوب کې وي. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کابل پوهنتون د محصلانو اتحاديې مشرتابه پلاوي ته د دغه وزارت د همکارۍ ډاد ورکړ او ويې ويل چې دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې له ځوانانو او په تېره بيا محصلانو سره هېڅ راز همکاري نه سپموي.
کابل / د لړم ٢۷مه / باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 27 2026 3:22 PM
Background image

MOIC Commission Inspects Signage and Advertising Boards in Kabul’s District 20

The Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards, under the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, inspected signage and. . .

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS