محمد طاهر زهير د اساسي قانون پر تطبيق ټينګار وکړ

farzad_moicgovaf
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۴:۵۸
محمد طاهر زهير د اساسي قانون پر تطبيق ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په هغې غوڼده کې چې نن د اساسي قانون د اوونۍ د نمانځلو په مناسبت په دغه وزارت کې جوړه شوې وه، د اساسي قانون پر تطبيق ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ محمد طاهر زهير په دې غونډه کې د اساسي قانون په اړوند هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل چې د افغانستان اساسي قانون په خپل ډول کې دافغانستان تاريخ د بېلا بېلو دورو د قوانينو او د سيمې هېوادونو د اساسي قوانينو په پرتله يو بېسارى قانون دى، خو ښه قانون بايد ښه توګه تطبيق شى.
هغه زياته کړه: کله چې پر قانون عمل ونه شي او پر هغه ته ژمنتيا او پابندي شتون ونه لري، هرڅومره چې ښه قانون هم وي، د خلکو حالت نه ښه کېږي او يا قانون چې د کتاب په متن کې هرڅومره ښکلي وي، خو چې تطبيق نه شي د پتمن ژوند سبب نه کېږي.
محمد طاهر زهير د چارو د مسوولينو او خلکو له خوا د قانون نه تطبيقول وڅېړل او ويې ويل: که چېرې ټول حکومتي بنسټونه د قانون له مخې د اساسي قانون هغه بندونه چې دوي يې د تطبيق مسووليت لري عملي کړي، قانونمنده ژوند به ولرو.
په دې غونډه کې د اساسي قانون پرتطبيق د څارنې کمېسيون غړي سيد ابوبکر متقي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې.
کابل/ د مرغومي ٢٠مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۰:۲۳
Background image

محمد طاهر زهير: ټول بايد د هوا د ککړتيا پرخلاف مبارزه کې ونډه واخلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ( په کابل ښار کې د هوا د ککړتيا پر خلاف مبارزه کې د خبريالانو، فرهنګيانو او ښاريانو رول) په اړوند جوړ شوي پروګرام کې وويل: په کابل. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

دردې که انتها نداشت شعري ټولګه پرانستل شوه

د سيد عبدالعظيم موسويان شعري ټولګه (دردې که انتها نداشت) اثر د باميانو په مرکز کې کره کتنه او پرانستل شوه.
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په باميانو ښار کې په همدې مناسبت. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۲ - ۱۵:۸
Background image

په لغمان کې په تحقیقي ژورنالیزم پورې اړوند د ظرفیت لوړولو ورکشاپ پای ته ورسېد

په لغمان کې په تحقیقي ژورنالیزم پورې اړوند د ظرفیت لوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پرون پای ته ورسېد.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ دغه ورکشاپ چې (ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو. . .

BACK TO NEWS