محمد طاهر زهير: باختر اطلاعاتي آژانس بايد د سیمې او نړۍ په کچه يو له مهمو او معتبرو آژانسونو څخه شي
د باختر اطلاعاتي آژانس د تاسيس ۸۰ يمه کاليزه نن په يوې پرتمينې غونډې سره په کابل کې ونمانځل شوه. د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ ياده غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزير محمد طاهر زهير، د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي او د یوشمېر دولتي مسوولانو، فرهنګي او رسنيزو شخصيتونو او د باختر اطلاعاتي آژانس د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه. د غونډې په پيل کې د باختر اطلاعاتي آژانس رييس نجيب الله شينواري په خپلو خبرو کې وويل چې د باختر آطلاعاتي آژانس د اتيايمې کاليزې نمانځنه په داسې حال کې چې موږ ټولو ته د خوشحالۍ ځای دى، د باختر اطلاعاتي آژانس تېرو فعالیتونو ته د بیا کتنې يو فرصت دى، د دغه آژانس د هغو لوړو او ژورو چې په ۸۰ کلونو کې يې تېرې کړې دي او دغه راز د دغه آژانس اوسني وضعيت او نشراتي فعالیت ته د بيا کتنې یو فرصت دی. شينواري زياته کړه: که وغواړو ژوندي پاتې شوو؛ وده او پرمختګ وکړو؛ بايد ځان له نويو رقابتي لارو چارو سره عيار کړو. د باختر اطلاعاتي آژانس رييس څرګنده کړه: موږ پر آزاد، سالم، مثبت او رغند رقابت باور لرو؛ هغه رقابت چې د بيان آزادۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او په هېواد کې د آزادو مطبوعاتو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير هم په خپلو خبرو کې د باختر اطلاعاتي آژانس۸۰ يمه کاليزه د باختر آژانس رييس او د دغه بنسټ خبريالانو او د هېواد نورو رسنيو ته مبارکي وويله. هغه څرګنده کړه چې ٨٠ کاله مخکې د ملت بابا د سلطنت په وخت کې دغه اطلاعاتي آژانس فعاليت پيل کړ او په دې موخه جوړ شو چې په مشرق کې يو خبري بنسټ او د ختيځ مرکزي او محوري خبري آژانس وي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې د٢٠ کلونو په موده کې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې څه دپاسه ٣٥٠٠ رسنۍ ثبت او راجسټر شوې دي، خو د دغه کميت په اندازه بايد کیفیت ته هم پاملرنه وشي. هغه د دې ترڅنګ چې د باختر اطلاعاتي آژانس کړه وړه او فعالیتونه يې په نيکي ياد کړل، څرګنده یې کړه چې باختر اطلاعاتي آژانس بايد د سيمې او نړۍ په کچه يو له مهمو او معتبرو آژانسونو څخه شي. دغه راز په دې غونډه کې په فرهنګي چارو کې د جمهوري رياست سلاکار شاه حسين مرتضوي، اورځلا، احمد سعيدي، نجيب الله منلي، احمد ضيا بوميا او صديق الله توحيدي په وار سره خبرې وکړې. دوى د باختر اطلاعاتي آژانس فعاليتونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په ياد آژانس کې مجرب ظرفيتونه شته. هغوی د وسایلو، تجهیزاتو او امکاناتو کمښت د دغې رسنۍ د کار مخې ته خنډونه یاد کړل. په ياده غونډه کې هغه مستند فلم چې د باختر اطلاعاتي آژانس د مخکنيو فعاليتونو په اړوند جوړ شوى و، نندارې ته وړاندې شو. دغه راز د غونډې په بله برخه کې ګډونوالو آزاد بحث وکړ او د باختر اطلاعاتي آژانس د فعاليتونو او د دغه آژانس د کارونو د ښه والي په اړوند خپلې نظريې وړاندې کړې. د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق د غونډې بحثونه راټول کړل او څرګنده يې کړه: په باختر اطلاعاتي آژانس کې ښه او مجرب کسان او ظرفيتونه شته چې د حکومت رهبري بايد د باختر آژانس د حالت د ښه والي لپاره لازمه همکاري او پاملرنه وکړي چې په راتلونکي کې په دغه خبري آژانس کې د بدلون او ښه والي شاهد واوسو.
کابل / د لړم ۱۱ مه / باختر
