محمد طاهر زهير: افغانستان د بېلابېلو فرهنګونو ټاټوبى دى
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت له کارکوونکو سره د اخترمبارکۍ په مراسمو کې وويل چې خلک هيله لري اختر په هېواد کې د سولې او ثبات د نوي فصل پيلامه وي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت مشرتابه او کارکوونکو ته د لوى اخترمبارکي وويله او څرګنده يې کړه: افغانستان د بېلابېلو فرهنګونو ټاټوبى دى او له تاوتريخوالي څخه ډډه کول او د نورو پر وړاندې نرمښت په دغه هېواد کې ژوره فرهنګي ريښه لري.
طاهر زهير د دغه وزارت له مسوولينو څخه وغوښتل چې د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د جام څلي په ساتنه کې زياته پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه چې د هېواد د خپلواکۍ د ١٠١مې کاليزې په مناسبت، د غازي شاه امان الله خان د فرهنګي کارنامو بيا کتنه کېږي او مينه وال کولاى شي په دې برخه کې څېړنې وکړي او د بيا کتنې او څېړنې پايلې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په يوه ټولګه کې چاپ کړي.
کابل / د زمري ١٣مه / باختر
