محمد طاهر زهير: افغانستان د بېلابېلو فرهنګونو ټاټوبى دى

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 04 2020 9:07 AM
محمد طاهر زهير: افغانستان د بېلابېلو فرهنګونو ټاټوبى دى


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د دغه وزارت له کارکوونکو سره د اخترمبارکۍ په مراسمو کې وويل چې خلک هيله لري اختر په هېواد کې د سولې او ثبات د نوي فصل پيلامه وي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت مشرتابه او کارکوونکو ته د لوى اخترمبارکي وويله او څرګنده يې کړه:  افغانستان د بېلابېلو فرهنګونو ټاټوبى دى او له  تاوتريخوالي څخه ډډه کول او د نورو پر وړاندې نرمښت په دغه هېواد کې ژوره فرهنګي ريښه لري.
طاهر زهير د دغه وزارت له مسوولينو څخه وغوښتل چې د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د جام څلي په ساتنه کې زياته پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه چې د هېواد د خپلواکۍ د ١٠١مې کاليزې په مناسبت، د غازي شاه           امان الله خان د فرهنګي کارنامو بيا کتنه کېږي او مينه وال کولاى شي په دې برخه کې څېړنې وکړي او د بيا کتنې او څېړنې پايلې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په يوه ټولګه کې چاپ کړي.
کابل / د زمري ١٣مه / باختر

تازه ترین اخبار

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

Mon, Oct 26 2026 3:31 PM
Background image

MOIC Public Libraries Directorate Signs Cooperation Agreement with DHSA

The Public Libraries Directorate, under the Deputy Ministry for Culture and Arts of the Ministry of Information and Culture, has signed a cooperation agreement entitled “Strengthening. . .

BACK TO NEWS