لوګر کې له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰ تنه زده کوونکي فارغ شول

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۴:۱۱
…

سه شنبه ( ۱۷ د شعبان ۱۴۴۵) د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز د کمپیوټر، انګلیسي او خطاطۍ له درې میاشتني ژمني پروګرام څخه څه باندې ۵۰۰ تنه زده کوونکي فارغ او نن یې د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم فارغ شويو زده کوونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: نن ډېر د خوشحالۍ او ویاړ احساس کوو، چې د وخت د غوښتنې او ضرورت سره سم له ۵۰۰ څخه زیات زده کوونکي له ښوونیز مرکز څخه فارغ او د پرمختګ په لور یو ګام نورهم نږدې شول.
ښآغلي صميم د ښوونیز مرکز له استادانو څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د کمپیوټر، انګلیسي ژبې او خطاطۍ برخو کې د دې هېواد راتلونکي نسل په روزنه کې د دغه مرکز د مسوولینو هڅې وستایلې.
 د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیز مرکز مدیر حسیب الله حبیب وویل: دغه زده کوونکي د ژمني درې میاشتني پروګرام تر بشپړېدو وروسته د انګلیسي ژبې، کمپیوټراو خطاطۍ برخو څخه فارغ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه له یاد ښوونیز مرکز څخه زرګونه تنه زده کوونکي فارغ شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS