لوګر کې د ګوهري ادبي بهیر مشاعره جوړه شوه
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د دغه رياست په انګړ کې د ګوهري ادبي بهیر ماښامنۍ مشاعره جوړه شوه، د اطلاعاتو او کلتور رئيس رفيع الله صميم ترڅنګ د ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي رحمت الله عثماني، د يو شمېر امارتي ادارو مسؤلينو، ګڼو شاعرانو، ليکوالانو، اديبانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د مشاعرې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: داسې ادبي ناستې او مشاعرې جوړول د فرهنګ په بډاينې او د شاعرانو او اديبانو ترمنځ د همږغۍ په زياتوالي کې خورا ارزښتمنې دي.
همداراز د مشاعرې ګډونوالو شاعرانو او ترنم ویونکو په بېلابېلو برخو کې خپل ترتيب کړي شعرونه او ترنمونه له ګډونوالو سره شريک کړل.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په لوګر ولایت کې د ګوهري ادبې بهير ماښامنۍ مشاعرې د لسګونو شاعرانو او ځوانانو په شتون کې ترسره شوي دي.
۱۴۴۶/۱۱/۱۹ ھـ. ق
