لوګر کې د کتاب یو ورځنی نندارتون جوړ شو

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۴۴
..

د لوګر  ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري پل علم ښار کې د يو ورځني نندارتون په ترڅ کې د عامه کتابتون په ګډون د خصوصي کتاب پلورنځیو بېلابېل کتابونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو.
د نندارتون پرانیستلو پر مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رئیس دوکتور رفیع الله صمیم ترڅنګ د یو شمېر ادارو استازو، د خصوصي کتاب پلورنځیو مسؤلینو، علماوو، زده کړیالانو، زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی وو. 
مسؤلينو د نندارتون جوړېدو موخه په ټولنه کې د مطالعې دود پراختیا او ځوانان مطالعې ته هڅول وبلل او زیاته یې کړه؛ له کتاب او مطالعې سره مینه د یوې ټولنې د پرمختګ سبب کیږي، د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت سره په دې ولایت کې د ځوانانو، زده کړیالانو، زده کوونکو او خلکو ترمنځ د کتاب مطالعې دود پرمختګ کړی، په یاد نندارتون کې د کتاب او مطالعې د مینه والو لپاره د خصوصي کتاب پلورنځیو له لوري شل سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوي وو. 
د نندارتون څو تنو ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستايلې او ويې ویل: دا ډول نندارتونونه کولای شي، د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود غښتلی کړي او په ټولنه کې له کتاب سره علاقه مندي زياته کړي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS